واکداران مو ضميرى طور ناباليغ دي
مشران مو ايمانى طور ناباليغ دى
په دنيا ئى اخرٙت ځان له خراب کړو
دوئي په عقل يقني طور ناباليغ دى
په نومونو او پګړيو پٙسى یی مه ځه
ديوئ زاړه شول خو زهنى طور ناباليغ دي
وراثت د پيغمبر يي سمبال نه کړو
عاليمان مو له علمى طور ناباليغ دى
ورورولى مينه او زغم مو ايزده نه کړو
پښتنه له سماجى طور ناباليغ دي
عمر تير شو دوست دشمن يى معلوم نه کړو
دا وٙګړئ شعورى طور ناباليغ دى
اکوبکو ته ادب وايى لقمانه
شاعران مو اخلاقى طور ناباليغ دى
لاندې شعرونه هم ولولئ
Thanks for any other magnificent post. Where else could anyone get that kind of info in such an ideal approach of writing? I’ve a presentation next week, and I’m on the search for such info.