Hamza Baba Pashto Poetry: 2 Line Poetry
Hamza Baba Pashto Poetry is a treasure of beautiful, heartfelt expressions that reflect the rich culture and emotions of the Pashtun people. Known for his profound words, Hamza Baba’s Pashto poetry resonates with many, touching on themes of love, life, and wisdom. You can also find Hamza Baba Pashto poetry SMS to share with friends and family, spreading his powerful messages. Explore his kalam and experience the depth of Pashto literature and the beauty of his poetic expressions.
72 Pashto Poetry of Hamza Baba
هغه زى نه کړى غلط چى ترى الوځى
ته چى سومره ځى په بره ګوره خکته
په زړو سترګو راګوری
نن څه نوی امتحان شو
ولې پکې ستا هغه خواږۀ لوظونه نۀ ښکاري
نن خو دې د سترګو پښـــتنو خبرې نورې دي
وائی اغیار چي د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته د پښتو سره ځم
چی خپل غزل د چا نه واورم حمزه
وايم چی چا هسي وينا کړی ده
خدایہ چي حمزه دي مسلمان کړو جوړ
بیا چي دي افغان کړو هم افغان دي وی
ستا پہ اننگو کے د حمزہ د وینو سرہ دی
تہ شوے د پختو غزلہ زوان زہ دے بابا کڑم
زه حمزه د خوشحالیو شومه لیری
چی بی ننګو اشنایانو ته نږدی شوم
تہ چہ ماتہ وائے چہ زما نہ زان قربان کہ
زان د زان نہ سنگہ قربانیگی زہ حیران یم
قامونه که خبر شول چې پښتو د اسلام څۀ ده
زمونګۀ د شملو نه به احرام تړي حرم کښ
خو وزر می دی مجاز دی پرے یریګم
ګنی عرش مے یو قادم ھغه پرواز یم
که رسیدم نه رسیدمه تلمه
په هر منزل به ودریدمه تلمه
ما حمزه ته یثربي باده خاونده
په ښاغلې پېمانه کښی د افغان را
بوتان دی نوئ نوئ وار په وار یہ جوړا ومه
څه وخت پورے نمانزمه بیا اے بیرته ماتومه
ما ټيټ ورته ليمه کړه زما سر نه ټيټيده
شايد چي په الفت کي هم افغان پاتي کيدم
هيڅ نه يې بدل خو په بار بار دې ليدل غواړم
نوے نوے ښکارې څه عجبه تماشا يې
په جوند به نه درځم چی ته خوشال یی
خمزه به مړ ستا په کوڅه تیریګی
يو اسويلي مي زاړه کي ډاډ پاتي دي
دا د ځواني خبره چا وکړله
سترګې خو پورته کړه بې دمه حمزه
چې نه راتلل هغه راغلي خلک
د ژوند له جبره درته څه ووایم
که خندیدم که ژړیدمه تلمه
حیوانات کہ په خبرو پوھیدلی
ازمری بہ پہ پښتو ژبه گویا وی
دا هم ولولئ
دا هم ولولئ
دا هم ولولئ
کړي بادشاهان يې تمنا د ليدو
ستا د محفل نه چې وتلي خلق
په موســم کـې د بهار صفت د ګل شـي
ښکلي واړه شهرت مومي په ځوان
ناڅاپه چي ښايست پۀ کوم عمل کښې جلوه ګرشي
اختيار د زړۀ نه پورته شي دردونه پيدا کېږي
چې مطلبي یاران دې پریږدي
بیا به دریاده شي زما لیونۍ مینه
موده پس اشنا راغلې دے رقیبه
شمع بله نن زما په مزار پرېږده
ښار ته يې د علم داخله بې له دے چرته شي
يا علي!!چي وايم دروازه يې راته بېرته شي
زما مینی خپل ستم بہ در معلوم شی
یو ساعت لہ تہ حمزہ زہ بہ جانان شم
اي شيخا دستار او د تسبو دې غواړه خير
رندانو سره تار دا ياراني مه جوړوا
حمزه ده ھغو سترگو عجيبه غوندی اثر وو
زاړه به یې زلمی کڑل خو زوانی يی زړاولی
باخبره چې هـــــــم وینم بے خبر دي
زهٔ هم داسې یم خبر چې بے خبر یم
د هستۍ دا خوبولې نغمې څۀ دي
خو بس دا چې تۀ مطرب ئې زۀ دې ساز يم
برندې سترګې مې د يار زړۀ ته په ځير شوې
بيا حبشو په کعبه تړلې لام دې
اوايه زاهد ته ګناه زه کووم
زور خو يې کمبخته په تا نه راځي
حمزه جوړ په محفل کښې د آشنا په تا نظر وؤ
بېګا چې ټوله شپه رقيب په سترګو کښې ساتلې
د ډېره سوخته په خندا شوې حمزه
دا دويم رنګ دې له ژړا پېژنم
يو اسويلي مي زاړه کي ډاډ پاتي دي
دا د ځواني خبره چا وکړله
سترګو دې ستم کړو زه دې پټ شومه په زړه کې
ښه یم او که بد یم اوس په تا باندې تاوان یم
ویل غزلی یی شکری دی شکری
لاثانی دی،لاثانی دی بی رقیبه
شاھان بہ د سخن زما د سیوری شی پیدا
حمزہ چہ شخصیت یی ھمایون راکڑی دی
بیا خو به نو خدایه سلسله ده دنیاگانو وی
مخی له که بله دنیا راغله ده دنیا نه پس
تہ چی ورتہ راغلی دہ دنیا ھم ورتہ مخہ شوہ
زڑہ خودہ حمزہ وڑوکے کور و خو اس کلے شو
وعده مه کوه خو راشه
له ګفتاره وى کردار خه
حمزه سفر که د حجاز وي لا هم
زه د افغان له قافلی سره ځم
ستا په هره اشاره باندي پوهيږي
ستا ساده حمزه دا هر چا نه هوښیار دي
راشه چې خبره درته اوکړمه د لارې
څوک چې دي بې لارې هغه هم په یوه لار دي
ستا په اننګو کښې د حمزه د وينو سره دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان ځه دې بابا کړم
لږ غوندي ښو واوره ته ډیر به درته نه وایم
ډیر څه مي په زړه کې دی لږ به درته اووایم
شونډې می د ،ب، په ټکي بندي وساتلې
ناسافه توبه راغله ښو ویستو ته می پرینښوده
غل د محبت غلتیدی نہ شی
سوک چی پہ محفل کی چا تہ نہ گوری
وایی د سکُون سادر مئ راخکَلو اودہ شوم
سوازاولئ مئ وعدئ د ملاقات دئ
ماته اشنا ووې چې حمزه خاموشه وسه
ما ويل چې حسن ضمانت ده اعتبار دې
څله زعفرانې خالونه ګدې کيسودرازه
نشته سته ثانې چرته کشمېر په هندو بار کښې
لہ یئ دا سپین مخ خالونا شمارم اوزګار نہ یم
پریگدہ الوتہ بہ دہ سپوگمئ پہ لورے بیا کم
حق لری سر ټیټ چی له ما غواړی خو
څه وکړم اشنا چی زه افغان یم
د نذر پروا ونکړی نذرماتی دی هم زه يم
څی حمزه درنه لوګی شی سپیلنو څه څاجت دی
مخ د حمزه خکاری د مغرب په لور
بار د خطاګانو په سر چرته ځی
توان لرمه دا چې د ماضي نه خراج واخلم
زۀ به پخوانے شمه ستا مینه به پخُلا کړم
زلفې کمڅۍ کمڅۍ ښائست ګڼمه
ولې دې وي خوارۀ وارۀ پښتانۀ
زما مینہ خپل ستم بہ درمعلوم شی
لگ ساعت لا تہ خمزہ زہ بہ جانان شم
ھیره وعده شی درته یاده چې ته ما اووينی
او ماته زان ھيله راياد شي چې زه تا اووينم
راشه که زان وينې اشنا ده حمزه مخ اووينه
او ته دې پورته کړه حجاب چې زه حمزه اووينم
ځما ګستاخ نظر څومرا ښکلا پکې پیدا کړہ
بریښنا یه ده ښایست په اننګو کې ده کتو ده
حمزه منم چی حسن په ځوانۍ کې ده کتو دې
ځواني مه پسې هم په زړېدو کې ده کتو ده
چه ملا يی په خلوت ھم نه وائ
دا خبرې په بازار کې ليواني که
په خيبر کي خوارج و نواصب دې
حمزه زکه صفتونه د علې که
په ختمیدو شوه د زړه وینه حمزه
لا ډیر غمونه میلمانه پاتې دي
ستا د ګدايۍ نوم خو ورپورې شو
خېر کۀ د حمزه ! هغه ځواني لاړه
توان لرمه دا چې د ماضي نه خراج واخلم
زۀ به پخوانے شمه ستا مینه به پخُلا کړم