زه سحر ماښام ګولئ خــورمــه ژوندے يم
لــنډه دا خپلې بوټئ خــورمــه ژوندے يم
خلق خه خه خـــــوراکونه کړی ژوندی دي
زه آشــنا وچه ډوډئ خــورمــه ژوندے يم
دا چې رنګ مې د رخسار پيکه پيکه شو
دا په تا پسې سلګئ خــورمــه ژوندے يم
د نشو باهــــــــــــر نه ووځـــــــــــم جانانه
تيندکـــــونه که ټالئ خــورمــه ژوندے يم
ستا په ښکلـــو ښکلــو شونډو پسې ګــرانه
خپلي شـــونډے زه پولئ خــورمه ژوندے يم
ستا د عــــشق په سمندر باندے لاهـــو يـــم
هچکـــولې لکــه کشتئ خورمه ژوندے يـــــم
ســـــتا عـــــــثمان خـــــيالی په تاپسي جانانه
خپلې غوښې د ځوانئ خــورمه ژوندے يــم
د پښتو شعرونو بشپړه کټګورۍ وګورئ