درون پښتون يمه په ذات باندى عالى يم
خو د ژوند په دي ايّام کښى بدحالى يم
دا خپل زړه مى د ضمير نه مٌتمئن دې
پروه نشته که بدنام خه مِثالى يم
په دوستى کښى مصاوات له خلقو غواړم
مغرور نه يمه ناصِحه وصولى يم
په اخلاص او په لِباس کښى فرق کوى شم
په احسان باندى پوهيږم حلالى يم
په خپل سر مى ايزيدى صفونه مات کړل
روښانى ورور د حسينؓ ابنِ علىؓ يم
ما ديار د زړه ډيلې دې فتحه کړى
بى شمشيره بى لښکره ابدالى يم
د همٙت او محبت قبلى سمومه
زه ټپه د ملالۍ غږ بِلالى يم
دلته مات شى که سرونه فولادي وى
زه لقمان په دي هٌنر کښى کمالى يم
لاندې شعرونه هم ولولئ