Pashto Love Poetry – Pashto Tapay in Written Form

Pashto Love Poetry, especially Pashto Tapay, is a heartfelt expression of love and longing. Written in the rich Pashto language, Tapay conveys deep emotions in just two lines. These timeless verses celebrate love, loss, and passion, making them a cherished part of Pashto culture.

Read Also: 100 Pashto Poetry Text 2024

Pashto Love Poetry: Pashto Tapay in Written Form

له مودو پس یې د شپې زنګ وهلی
مستانه غږ یې عجیب رنګ وهلی

زما زړګی لکه وران شوی کابل
چا په ټټر او چا په څنګ وهلی

هغه طبیب په طبیب مه ګرځوئ
جانان زما د بنګړو شرنګ وهلی

ځان به ملنګه کړم دیدن به کوم
چا په کور کلي کې ملنګ وهلی

کوڅه کې بیا ځل غالمغال جوړ دی
چا ها چنار له ونې دنګ وهلی

زه پرې ګلونه او رنګونه پاشم
هغه مې بیا زړه په خدنګ وهلی

شکېبا مخکې داسې مړاوې نه وه
وخت ترې ښایست وخت ترې لونګ وهلی

Shakiba Poetry

دا هم ولولئ: Hamza Baba 2 Line Poetry in Pashto

 

Pashto Love Poetry - Pashto Tapay in Written Form

سید صابرشاه صابر شاعري

يو يو ويښؤمه په رو رو اودۀ اودۀ ياران
يو يو ټؤلومه ، تارتار شوي پښتانۀ ياران

يو يو ته دې ښايم ، “کندهاره” د سر سر سالار
ګرځم ورپسې کۀ مې د ښار دي ، که د غرۀ ياران

دغه چې د لر او بر د منځ “قيوم خاني” غندي
دغه مې د خيال ياران دي ، دغه مې د زړۀ ياران

اوس د “يو مغل” شوه د مومندو د خان کور، حجره
اوس مې ” ګلائي” کښې ګرځوي غوړ بريت په څۀ ياران

دوه دې وي ، څلور دې وي ، د کار دې وي ، ” بېدار” دې وي
نۀ دې وي ، پنځوس ياران ، شپيتۀ ياران ، اودۀ ياران

دې کلي کښې ښکلو ، حسن ورو ، پسې نۀ ګرځم
دې کلي کښې ګورم، کۀ پيدا مې شوۀ ، زاړۀ ياران

داسې شوۀ بدل ، داسې “فارسي فارسي خبرې” کړي
داسې چې صابره دومره ډېر نۀ وئ ماړۀ ياران

دا هم ولولئ:Rahman Baba 2 Line Poetry in Pashto

 

Pashto Love Poetry - Pashto Tapay in Written Form

بــــېرتـــه به راشي تــورو شــپو تــه به ډېوه شي زما
زه بـــاوري یــــم چـــې دا هــــیله بــــه پوره شي زما

پـــروا یې نلـــــرم کـــــه ټــــوله دنـــــیا مـــــخ واړوي
مور خو مې شته چې سختو ورځو کې تکیه شي زما

دا یــــو تـــصویر بـــه ســتا د خوني په دېوال کېږدم
کـــــه مـــــسافر شـــــومـــه نــو دا به نښانه شي زما

ربــــــه! د ډېــــري زنــــدګۍ ســـوال درنــه نــــکومه
بـــــس په نصیب کې دې یوه د وصال شپه شي زما

دا هم ولولئ: Ghani Khan 2 Line Poetry Text

 

لکه رباب مې غیږ کې ړنګ شه ستا د ښکلا صیفت به تار په تار کومه

درویش صاحب شعرونه

مازغه مې د خپل فکر پيروکار ته وقف کړي
که مړ ومه ګردې مې يو بيمار ته وقف کړي

ميراث رانه يو څو حيدري تورې پاتي کيږي
هغه مې د دشمن په سر ګذار ته وقف کړي

چې ګوتې يې د خپل قام د رڼا په لور ټکيږي
دا سترګې مې د هغه خلقو لار ته وقف کړي

دا يو ياد به مي پښتون ولس ساتی درويش روښانه
ياران مي دا ټوپک په ځي ستار ته وقف کړي

دا هم ولولئ:Two Lines Pashto Poetry in English Text

 

Pashto Love Poetry - Pashto Tapay in Written Form

د غني بابا د شعرونو بشپړ کټګورۍ ته مراجعه وکړئ

مسافر ياره ستړې مه شې
ړومبئ خُله واخله بيا به اووایې حالونه

مسافري خو يوه مياشت وي
په زړه سنګينه ياره تېر دې کړل کالونه

مسافر ته شوې خواره زه شوم
خواره دې مور شه چې سفر ته دې لېږينه

دا هم ولولئ: Khatir Afridi 2 lines poetry text

Musafer Poetry- Musafar tappy
مسافر ياره ستړې مه شې
ړومبئ خُله واخله بيا به اووایې حالونه

مسافري خو يوه مياشت وي
په زړه سنګينه ياره تېر دې کړل کالونه

مسافر ته شوې خواره زه شوم
خواره دې مور شه چې سفر ته دې لېږينه

دا هم ولولئ: dwa-laina-shayri – Pashto Jwand Poetry

 

Pashto Love Poetry - Pashto Tapay in Written Form

درجار دي شم دروامخله خماره مازیګره
یه ښکلیه نازولیه مذیداره مازیګره

یو شور مي کړي اتڼ مي کړي سندرو ته مي ګډ کړي
ستا خیال وو چي به تیر شم په قلاره مازیګره

نشه یمه ځانګيږمه ټالېئ خورمه غورزيږم
ما کلک په غیږ کښې نیسه کنه یاره مازیګره

که روڼه دي که ترونه دي خو ټول راته قاریږي
زه څومره ډیر زوریږم ستا د پاره مازیګره

ځه ته ورته یاران راټولوه په خپله غیږ کښې
در رسم به شاهد یمه په لاره مازیګره

د پښتو شعرونو بشپړ کټګورۍ ته مراجعه وکړئ

 

Pashto Love Poetry - Pashto Tapay in Written Form

د رحمان بابا د شعرونو بشپړ کټګورۍ ته مراجعه وکړئ

Leave a Comment