په زړه می د نازونو انګارونه ږدي او ځی
په زړه می د نازونو انګارونه ږدي او ځی
دا څوک ده چې په دې قبر ګلونه ږدی او ځي
څه مينه د منزل څه د حالاتو مجبوري ده
جنون می په سکروټو قدمونه ږدی او ځي
يادونه ئی زما د زړه تر کوره پورې راشی
د خيال په دېوالونو می لاسونه ږدی او ځی
د سترګو په جامونو کی محفل ته شراب راوړی
په وچو وچو شونډو می پاړونه ږدی او ځی
د دې غرونو د دغه ګړنګونو نه به لوېږی
چې څوک د لېونو په پلونو پلونه ږدى او ځی
که نن نه وی سبا به د وفا لارې رڼی شی
مَئېن چې پری د زړونو مشالونه ږدی او ځي
شاعر صاحب شاه صابر