Hamza Baba Pa Zrh Puri Ghazal
خدی زده څهٔ مې دې مراد او څهٔ مقصود
هیڅ خبر نهٔ یم پهٔ زیان او پهٔ بهبود
کړم پرېشانه تر دې حده رقیبانو
چې وهمي اوس راته ښکاري هر وجود
هر چې کړم هغه کوم د یار د پاره
او کهٔ یم همیشه ځان ته پهٔ سجود
دي موسی او ابراهیم زما نومونه
هم پهٔ خپله زهٔ شداد یم او نمرود
یا خو هیڅ نشته دا واړه وهم و خیال دې
او کهٔ وي نو بس د یار به وي وجود
هم مراد یم ، هم مرید یمه پهٔ خپله
هم طالب یم سرګردانه هم مقصود
د خپل نوم نه هم ثابت زما دعوی ده
یم حمزه د هر وجود سره موجود
1 thought on “Hamza Baba Ghazal”