دې سړي کې مې سوالونه دي سړیه
دې سړي کې کمالونه دي سړیه
دې سړي پسې ولسونه دي سړی
دې سړي کې څه خویونه دي سړیه
دا چې لر او بر دسیلمې پسې درومي
دې سړي سره یې زړونه دي سړیه
داچې نراو ښځې ټول لاس په دعا دي
دې سړي کې بدلونونه دي سړیه
دا زه نه یم نه زما دا مات بیتونه
دې سړي کې کتابونه دي سړیه
دا منظور تاته منظور ماته منظور دی
دې سړي ته امېدونه دي سړیه
دامتل دی چې هر سر دشملې نه وي
ده کې یې واړه صفتونه دي سړیه
(جهید)وایې دا منم دقام غمخواره
مونږ سره هم ستا سوچونه دي سړیه
شاعر ذبیح الله جهید
د پښتو شعرونو بشپړه کټګورۍ وګورئ