چى مى پريخو بى وفا دې وجه يى دا ده
دې د هر سړى اشنا دې وجه يى دا ده
دا خائسته دې زه بد رنګ يم د اضل نه
څوک عالا او څوک ادنا دې وجه يى دا ده
د رقيب چى په تندى دولس بجى دى
زه يار او يار زما دې وجه يى دا ده
مرٙوٙر جانان چى سولى ته جوړ نه شو
دې د بل چا په صلا دې وجه يى دا ده
قيس د هيچا په لعنت ملامت نه دې
دئ په عشق کښى د ليلا دې وجه يى دا ده
دلته هر سړى تر خپل وسه کافر دې
که ګمراه دې که مولا دې وجه يى دا ده
خه په نرا مى پرى ځان ټوټى ټوټي کړو
دا وطن مى د بابا دې وجه يى دا ده
چى زمرئ يى نن د سپو پنجو کښى ګير دي
پښتون پاتى د دنيا دې وجه يى دا ده
د جواب قوٌت يى نه وينو په ځان کښى
چى جهان راته لګيا دې وجه يى دا ده
د وخت جبر نور د زغم نه دى ملګرو
چى لقمان سر په سٙودا دې وجه يى دا ده
لاندې شعرونه هم ولولئ