اوريدلي مي نومونه هم څلور دي
اوريدلي مي نومونه هم څلور دي
نازل شوي کتابونه هم څلور دي
د څلورو فرشتو په لاس نظام دي
امامان دي مسلكونه هم څلور دي
په څلورو بازوګانو دي سفر دي
جنازه كي تكبيرونه هم څلور دي
رحمان وايي د څلورو ملګرتيا کړه
ستا د قبر دیوالونه هم څلور دي