Pashto Poetry Text - Pashto Best 100 Poetry 2024
Pashto poetry is a treasure of emotions, reflecting the beauty, love, and sadness of life. 🌹 Whether you are looking for Pashto poetry text to express your feelings ✨, Pashto sad poetry text to share your sorrows 💔, or heartfelt Pashto love poetry SMS to send to someone special ❤️, this collection has it all. 💌 Dive into the world of Pashto text poetry and discover verses that resonate with your emotions, capturing the true essence of Pashto literature and culture. 📖✨
مخ دی جومات خال دی امام دي
زړه غلام لکه بلال وايی بانګونه
د صابر په ځان پېرزو شي د صابر شوګيرې خوښې
د اوږدو بڼو ځاريږي، په اودو سترګو مئين دے
مینه دې څه وه یو لحظه د ماځیګر وه اشنا
د سترګو رپ کې لولکي ماښام ته ورسیده
د روغانی په ګیره مه تیروځی
اکثر چی اوور لګي ځنګل کښي لګي
خوب دې زما په شانتي ورک شــــــــــــــــــــه
چې لپې لپې ګولۍ خورې خوب نه درځينه
ه زمکه به مې څۀ دخائیستونو نسل شتۀ شي
په دنګو دنګو غرونو کښې مرغۍ نۀ پاتي کيږي
وخت سره به زړه نه انتقام اخلمه ځانه
اوس پکي صنم دی احترام ورته پکاردی
ستا یعقوبی نظر پہ بل سہ باندے نہ خوگیدہ
کنعان تہ لاڑم د خائستہ یوسف جامے مہ راوڑے
په مخ دي دري ځایه مئین يم
غټي دي سترګې نرۍ پوزه شنه خالونه
په مخ دي دري ځایه مئین يم
غټي دي سترګې نرۍ پوزه شنه خالونه
په تا به کله کله بوج شوم پوهېدمــــه بـــــــه خو
نور مې په دې کلې کښ څوک وو ما به چاته ژاړل
را ټپه شۍما لېوني کارونه پرېښول
نوي کوه اوس په لنډۍ زنې خالونه
مړونده مات شې شل ټوټې شې
چې بې له یاره دې د سرلاندې ڪومه
چاچې زما اوستا ترمنځه فاصله جوړه کړه
هغه سړی دی خـــــدای دنیا نه بی ایمانه یوسي
او ده چا چی روغ زړګی پکاروی
زما دی واوری یارانه دی نه کوینه
The Beauty and Brilliance of Pashto Poetry in Text
Pashto poetry in text is a beautiful expression of emotions, culture, and wisdom. 🌸 It captures love, sorrow, and life’s experiences, making it a powerful way to connect with Pashto traditions and feelings. ✨
تا ويل چې زه بهٔ درشم
نو ما ټول کلی خبر کړ
چې لالی مې را روان دی
شپې او ورځې مې شمېرلې
تهٔ رانغلې زه خفه شوم
نو ګيله مې درته وکړه
نو تا بله وعده وکړه
نو ما بيا کلی خبر کړ
چې لالی مې راروان دی
تهٔ رانغلې دروغجنه
اوس زمونږ دکلي خلک
ماته وايي دروغجن يې
تهٔ دروغ دروغ وعدې کړې
دروغجن مشهور زه شوم
ژوندی دی یم ساتلی بې دیدنه خو مــــننه
په کال کې مې یو ځل کوې پوښتنه خو مننه
ته دا باراني شپه ګوره ته یاد ګوره ددې
راکاږي مې په ذهن باندې غنه خو مننه
منم دې هغه ســـــــترګې دې راوليدې اخر
که هر څومره ډېر سخت وې ځنکندنه خو مننه
که دا لاره هم نه وای، رسېدم به درته څنګه
پوهېږم زښته ډېره وه اغزنه خو مـــــــــننه
غنم غوندې په تاپسې چاودلی زړه ترې لاندې
پرې ګرځوې د غم درنه مېچنه خو مــــــننه
ته هم پوه یې چې نه وایم رښتيا درته، زه هم
پوهېږم راته نه یې اندېښمنه خو مــــــننه
د سترګو جنګ د بڼو زغرې غواړي
مينه د مېنې څو خبرې غواړي
زلمي په غرونو کې غمي لټوي
پېغلې لونګ غواړي ګورګورې غواړي
دَ ادم خان له ګوتو دم وتی دے
درخو رباب غواړي سندرې غواړي
ترخو حالاتو ترخې کړي ژبې
د مینې شکور غواړي شکرې غواړي
د پرهرونو د سپرلي بادونه
د غم جاګير ، د غم دوترې غواړي
د خپل اختيار د اسمان سيل صابره
خپلې بڼې خپلې وزرې غواړي
ماته به نور غمونه زيات کړې
که دي په غونډه زنــــه ووهله خالونه
ډَول دۀ ځوانې جینۍ خوند که
زَړه دې نه ږدي په زَړه زنه خالونه
خال سره دوه خالونه نور کړه
ګبين تري جوړ کړه چې مچۍ ورله راځينه
سترګى مــــې ستا لارو ته ګوري
اوښکو مې ړنګ کړل د لنډۍ زنې خالونه
ستا اننګې پیړې ده کوچو
لکه ده مرچو پکښې کيږده تور خالونه
دومره رایاد شوې چې د اوس په هیریدو ستړی یم
ته به تر څو یاد ته راځې زه به تر څو ستړی یم
اوړې دے پاس کابل کې تير کړو
په منې راغلې سلامت غواړے خالونه
یا به دی زلفې کمر بند کم
یا به زما له وینو ووهی خالونه
منظره د رخسار نه يي خولې جولۍ ته راغلی
منظر وو چا شراب د جنتونو نه راکوز کړل
ټولی کیسی می سره ګډی وډی
دا رانه مه پو ښته چی ژوند څنګه دی
راشه له مانه دې دا غم واخله
ټول تصویرونه دې صنم واخله
له خو زما په زړه کې مینه زړا شوي نه ده
لا خو زلمی یم انتظار مې کوه دربه شمه
چې ستا کوڅه یې همیشه د ژوند جنت ګڼلې
هغه سړی یم انتظار مې کوه دربه شمه
بي دلیله خو مئین درباندې نه یم
له خبرو دې خوشبو راځي دلبره
نن بی اندازې می رایاد شوے وؤ
یار پسې مانځه کې په ژړا شومه
زه به ورته چا په ګوته ګړی یم
کاڼی چی راځی زما په سر لګی
بيخي لکــه ده وينو پـــه رګــونو کــي اوسيږي
دا ځينې ځينې خلک خو په زړونو کي اوسیږي
زمونږ د کلی لیونۍ جينکۍ
هلته د حورو سرداراني به وي
يو قيمتي غمی په غرہ کې پروت دی
تصوير دې اوس هم زما زړه کې پروت دی
اد دې دهغه يو ځنځير په شان دی
چې همیشه زمونږ په ورہ کې پروت دی
نه مې داغ شته په زړګي نه په لمنه
بدنام داسې یم چې مه کوه پوښتنه
خو مجبور ومه چې زه به ملامت شوم
تـــــا به نه مـــــنله خـــپله تـــــــېروتنه
نور به درته نه ګورم
تا باندي تاوان نه شم
ته که زما نه شوي نو
زه به هم ده ځان نه شم
په غزلو کښی تم د مجیب اوری
ستا په خوله به ځار قربان یی زه به نه یم
نن ده خفګان په آخرې حد کښې ېم
مرګه ته چرته ېې راځې او که نه
څوک را په زړه شي ماته خوب نه راځي
ساه مې خفه شي ماته خوب نه راځي
د وخت یاران لکه بنگڑي د لـــــیلا
چی زور پري راشي نو دانه وانه شی
ستا له محفل نه مې زړۀ دغسې مـــایوسه راوړو
لکه مـــایوسه چې څوک راوړي خپل بیمار کلي ته
په تور لحد کي به ناري کړم
زه دجانان ميني پخوا وژلي يمه
ستا په اوږدو اوږدو وعدو چي اميدونه تړم
ده ګل په پاڼو به ده شونډو پرهرونه تړم
زما کتاب کښي ده نفرت هډو نامه نشته دي
زه خو همېش په محبت ده خلقو زړونه تړم
چي وعده وکړي لېونئي نو بېا ئي مه ماتوه
زه ستا په سر ده خپل رقيب سره شرطونه تړم
Pashto Best Poetry Text - د زړه په ژبه: پښتو شاعري
Pashto poetry is the language of the heart 💖, expressing emotions, love, and pain beautifully 🌸. Pashto revolutionary poetry SMS texts 📲 bring messages of change 🔄 and inspire a new way of thinking 💡. Pashto poetry text PNG 🖼️ and sad poetry photo texts 📷 capture deep feelings and emotions 😔. If you are looking for new Pashto poetry text ✍️, here you will find a wonderful collection that highlights the beauty of Pashto literature and culture 🌟.
د جنت حوری دی ستا یی ای زاهیده
ما د پاره فقط غم د جانان پریږده
حق د خور نہ منی پہ لاس کی یی تسبیح زڑی کڑی
د بعضوں ہسی پہ جماعت کی مصلی زڑی کڑی
مړه به می کړی دربه می نه کړی
بیګه می مور راته صفا ويئلی دینه
چی دہ خلقو پہ خبرو پسی مہ زہ
دہ کعبی بہ دی راتوؤ کڑی میخانی تہ
زه درته په خوله باندی څه نه وایم
شعر نه می دزخم اندازه کوه
ستا په دروغو او زما په اعتبار لعنت
ستا په وعدو لعنت زما په انتظار لعنت
سم لکه یعقوب ورپسي ړوڼد شومه
یار لکه یوسف رانه ورک شوے دے
چی په مینه کی دوکه شی نو تباه شي
که د غره په شان سړی وی په ژړا
و خولی خندا د زړه سکون د ژوند خوند
د محبت په نوم لعنت په نوم دیار لعنت
دومره مغروره ده قسم مات کړي توبه ماته کړی
خپل ځان په دواړه مخه ښکل کړي آئینه ماته کړی
خدايه ناراضه خو به نۀ یې رانه
ډېرۀ موده وشوه بي آرامه یم
چې دبې ننکه بی وفا خلا خلکو گزران وي پکې
په هغه چم په هغه کلی هغه ښار لعنت
زما د ځان په خوا کې خوښ يې
نصيب تقدير دې رانه ليرې ګرځوينه
که هیروی مې شې اشنا نو خیر دی هیره مې کړه
زه چې له زړه نه تا وباسمه مودې به لږي
بی وسی توره وی که سپينه
ما ستا بنګړو لپاره خرڅ کړل کتابونه
وایی اغیار چی د دوزخ ژبہ دہ
زہ بہ جنت تہ د پشتو سرہ زم
بیا مے د مولا نہ زڑہ موڑ شوے دے
بیا زم د غنی قبر تہ جاڑمه
د اوښکو څاڅکي او زما د پښتنو سترګو نه
حمزه د یار مینه د کاڼو نه اوبه اوباسي
چی وخت تیریږی غم ډیریږی
نه پوره ڪیږی دابدبخته ارمانون
ډیر پیران مې ټنګولي مذهبونه لټولي
چرته ټکی رڼا نشته بس قیصو پسې قیصه ده
هسې را یاد شو تر قسمته او تر بخته پورې
څوک یې تر داره رسولي څوک تر تخته پورې
ناصحه عجیبه شان کېفېت کښې مبتلا یم
ناصحه بې سببه مې زړۀ تنګ دے چې دا ولې
زه اوته به سره یو کڔو بد اوښه به سره یو کڔو
نور به ټول کارونه پریږدو پښتانه به سره یو کڔو
زه د خوږو ترخو حالاتو را تير شوې سړې
ماته دې نه ښايي ياران د زندګۍ چلونه
په دیدن دومره دمه کيږی
لکه رنځور په امسا واخلی قدَمونه
ډيره ګوستاهی می نظر وکړله
ماته اډو سره نه شوی دا څه چل دې
فصلونه دی رنګونه دی څیری دی ځی راځی
زه هماغه زیړ خزان یمه بدرنګ یم خو یو رنګ یم
ماښامه ستا هم لکه ماغوندې بېخي زړۀ تنګ دی
ماښامه ته هم لکه ماغوندې خفګان وخـوړې
ته لکه ډیوا هر وخت رڼا کوی
زه لکه پتنګ په رڼا ځان وژنم
په ځان مغروره وم چې چېرته به مئین نه شمه
نن مې په ځان پسې لږ وخندل چې ومې ژړل