Gudar Ghazal in Image
Gudar Ghazal in Text
زمـــــونږ پۀ سيمه کې چينې نيشته ګودر نيشته
غــــــــرونه مو شاړ دي پکې بوټي د نښتر نيشته
زمــــــــــــونږ د سيمې خلک يو بل پۀ ټوپکو ولي
زمونږ پۀ سيمه کې تيارې دي پــکښې لمر نيشته
دلته پۀ لوی لاس د جذباتو قتلِ عام شــــوې دې
دلته نـــــــــوروز نيشته دې دلته کې اختر نيشته
زمونږ پۀ دړد چاته بيخي د دړداحساس نۀ کيږي
زمونږ د اوښــــــــــــکو پۀ هيچا باندې اثر نيشته
د ژوند پۀ هر موړ ګام پۀ ګام ځکه ټکرې خورمه
زۀ بې جانانه يم زمــــــــــــا څوک همسفر نيشته
د انسانيت توقع مــــــــــــــــــۀ کوئ له هغه چانه
چې پۀ زړۀ روغ وي چې پۀ زړۀ د چاپرهر نيشته
مورې چې تۀ راســــــــره ئې ناکام به نۀ شمه زۀ
ناکام هغه دي چې ستا سيورې ئي پۀ سر نيشته
د ستا سعيد ستا پۀ واعدو باندې زړۀڅنګ وتړم؟
چې پۀ دې چــــــــم کې د هيچا پۀ تا باور نيشته
Saeed Muhammad Wazir
Gudar Ghazal in PDF for Download
Za Hasi Pa Zrh Sori Sori Yama By Noora Ehsaas: هم ولولئ