Pashto Best Poetry​ ghazal

ځينې کارونه معجزه ولې شې

څوک چى انګور وخورې پرواه ى نه وى
څوک چى شراب وڅښې نشه ولى شې

زاړه فکرونه ټول په سيند لاهو شول
نوى فکرونه نظريه ولى شى

سنګ مر مرو نه مهراب جوړ شې خو
د غريب کور کښې ډيوه مړه ولى شې

زما خبرې منګړت وې ټولې
ستاسو خبرې مرتبه ولې شې

د عشق خبرې چې محفل کښې ووشى
يو سړۍ داسې سنجيده ولې شې

اۍ دې خبرى ته لږ سوچ پکار دۍ
په آئينه کښې سړۍ دوه ولې شې

ځينې وختونه غم لړلې تير شې
ځينې وختونه رنګينه ولې شې

مذهب منمه خو مذهب نه سيوا
زما په مينه عقيده ولې شې

چې د فکرونو ډيوې مړې شې پکښې
په رنړا ورځ کښې توره شپه ولې شې

قائله خدائ چى مونږ رازق ګنړلۍ
ژوند له دا دومره کرونده ولې شې

Leave a Comment