Da Kaliwali Mini Aur pa Zrh ke bal ka zama
دکلیوالي میني اور په زړه کې بل کړه زما
رومال راولیږه نامه ورباندی ګل کړه زما
پردي راوړې نه خپلیږی خو یو سوال کوومه
خدایه خو دغه یو پردی راوړے خپل که زما
ویل یی واه واه ته شاعر یی ځه یو کارخو وکړه
ماله غزل ولیکه یاد پکی اوربل کړه زما
آخر مئین دی یم په خوا می داسی مه تیریږه
خاوري د قبر په نازکو شونډو ښکل کړه زما
منصوره“ زه چی د خپل کلی نه وتم ویل یی
در سره تلی نشم خو یاد ځان سره مل کړه زما
Poet Muhammad Gul Mansoor