په لینک باندې کلیک وکړئ او په PoetryPashto.com کې خپل شاعري په خپل نوم سره خپره کړئ.

✍️دلته شعر خپور کړئ

Khatir Afridi – A Legendary Pashto Ghazal Poet | Life, Poetry & Complete Works

خاطر افریدی چې اصلي نوم یې مصري خان وو، د خیبر سدوخېلو یو دردمند او ښکلي احساس لرونکی شاعر وو. هغه په کال ۱۹۲۹ کې د اکبر خان په کور کې وزېږېد او د اوږدې ناروغۍ (دق) سره د مبارزې وروسته، د ۱۹۶۸ کال د اګست ۲۴مه نېټه وفات شو.

د خاطر ژوند د فقر، خواري، او ادبي عشق یوه ځانګړې کیسه ده. هغه به د لواړګي په بازار کې د شاه باصر په قهوه‌خانه کې کار کولو، چیرې چې به حمزه بابا او نور مشران شاعرانو راټولېدل. له دغې ادبي فضا نه خاطر الهام واخیست، او ډېر ژر د پښتو غزل نوموتی شاعر شو.


خاطر افریدی – د پښتو غزل یو ستر شاعر، ژوند، کلام، او اشعار

✍️ د خاطر افریدی ادبي سفر

خاطر افریدی په لومړیو کې لیک لوست نه پوهېده، خو د استاد لعل زاده ناطر شینواري له لورې یې دا مهارتونه زده کړل. شاعري یې فطري وه، خو د ناظر له اصلاح سره یې کلام ته ادبي رنګ ورکړ.

هغه او غزل لکه یو تنفسي سیستم وو، او د پښتو غزل د نوي شعور یو بیدار شاعر شو. د ده کلام د پښتو د نوې دورې یو ارزښتناک خزانه ده.


📜 د ارواښاد خاطر افرېدي د کلامونو نه دا یو سو اشعار

غزل ۱: زه به مړ یم

ته به ګرځې داسې ښکلی زه به مړ يم
چې مې اوس وای لږ ليدلی زه به مړ يم

جنازه چې مې د کوره ګور ته واخلي
ته به نه يې راوتلی زه به مړ يم

خړې خاورې به په م باندې انبار شي
هر سړی به درومي غلی زه به مړ يم

زه به هېر شمه قرارې مرګي ورک شه
سره خاندي به ټول کلی زه به مړ يم

بې له مانه ما څوک نه درځنې غواړي
ما خپل ځان درته بخښلی زه به مړ يم

چې په ډېرو شپو مې هېر نکړې جانانه
دا ستا یاد مې ډېر ساتلی زه به مړ يم

زه د یار د دره بې له خپله ياره
بل چا نه يم راشړلی زه به مړ يم

په دا تور سترګو کله کله ګوره
جوړ په ما د خاورو څلی زه به مړ يم

چې په زبر مې تېرېږې خدای لپاره
لږ شه ما ته پښه نيولی زه به مړ يم

بيا لږ راشه په خندا شه چې ښايسته شي
چې مزار مې شي مښلی زه به مړ يم

که نور هيڅ نه وي چې ما لره رادرومې
خړ خيبر خو دې ليدلی زه به مړ يم

د کاکل په خطا بند د مخ کتاب کړه
ما “خاطر” په تا سپارلی زه به مړ يم


غزل ۲: بیا دي صحي نه کړم

بیا دي صحي نه کړم په هغو سترګو
يو ځلې هم هغسې په مړو سترګو

خير دی که زما سترګې دې بدي شي
ته خو راته ګوره په دا ښو سترګو

زه دې کړم اشنا د شوګیرو سره
وړي مې خوبونه ستا اودو سترګو

زه يم چې د زړه په سترګو تا وينم
چا رڼا ليــــــدلې په ړنــــــــدو سترګو

څومره ترېنه وږي دي حيران يمه
سترګې د خاطر ستا د مړو سترګو


غزل ۳: شومه یاره

شومه ياره بيا دا ستا غوندې په نه زړه
چې په خــــــوله کوي يوه او په زړه بــله

د هغه سره به مينه کړې په څه زړه

سوي رنـــــګ تــــه مې لږ اوګــوره دلبره
ما نيــــولی ســـــتا د حُســـن په لمــبه زړه

بيا يې خوب واړه ټوپونه او هيبت شي
د هجــــــران چغې چې وشي په اوده زړه

يو غم نه دی چې يې وکړې ای خاطره
ډېر غمـــــونه دي کوه يې په ساړه زړه


غزل ۴: ستا په سترګو کې به څه پاتې

ستـــــــــــا په سترګو کې به څه پاتې
رقيبـــــــــه يار کې مې په خوله پاتې شي

يو ځلې نېـــــــــغ پــــــــدې لار تېر شه اشنا
چــــــې دې کـــــــــــاږه واږه کاته پاتې شي

پردی مـــــــــزدور ســهر وختي پاڅيــــــږي
د شــــــوګيـــرو ميـــــــــــــن اوده پاتې شي

افسوس چې ستا په خيال به څه ښکارمه
دغــــه ارمــــــــان به مې په زړه پاتې شي

وستــــايه تل د يـــــــــــــــــار ترخه خاطره
چې په کتاب کې دې خــــــــواږه پاتې شي


📝 پایله

خاطر افریدی د پښتو ژبې د غزل یو داسې استازی وو، چې کلام یې نن هم د پښتو ادب د زړونو تود ساتونکی دی. د ده اشعار د درد، احساس، عشق، او هجرت ژبه ده. دا بلاګ د هغه د ژوند، فکر، او کلام لنډه، خو ژوره هنداره ده.

Leave a Comment