Ghani Khan Baba Poetry​ – da Hindostan da Takht Pa Qadar ka Orang Pohigi

د هندوستان د تخت په قدر که اورنگ پوهیږي

د هندوستان د تخت په قدر که اورنگ پوهیږي
خو د جونگړی په عظمت باندې ملنگ پوهیږي

ای غنی هسی د رباب تارونه څله شلوی
بې زوقه خلق نه په راگ او نه په رنگ پوهيږي

ما چې د دین فلسفه څومره پورې وکتله
سړی به نه یم که ملا صاحب یې په شرنگ پوهيږي

دا خو زمونږه د جونگړو ملنگان دي غني
چې هم په زکر هم د هر رباب په ټنگ پوهیږي

Leave a Comment