Abdul Rahim Rughani Nazam – Da Wali?

عبدالرحیم روغانی نظم – دا ولې؟؟ په انځور کې

محکوم د داسې قوم یو چې خوراک کړي په ناولې
چې دا ولې، دا ولې،دا ولې؟
——————————
دا ژوند زمونږ تېرېږي په دنیا خاورې خځلې
چې دا ولې، دا ولې، دا ولې؟
په بله بله لاړو د اسلافو له مسلکه
نو دا ځکه، دا ځکه،دا ځکه
مونږ ځمکه کې خښېږو، خلک اوسي په اسمان
ښېرې شي که هرڅومره، په دعا یادوو ځان
اول حاجت روا و اوس محتاج یو د جهان
د خاورو د خځلو شان پراته یو په ډېران
#حکمت د دین حصه وه مونږه وګڼله سپکه
نو دا ځکه، دا ځکه، دا ځکه
تر اوسه پوهه نه یو د ژوندون په سود او زیان
تیاره کوهي کې اوسو ناخبره چینډښان
تاریخ راته په پاڼه پاڼه وایي فاتحان
چې ځانته فکر وکړو #شکست خورو په هر میدان
محکوم د داسې قوم یو چې خوراک کړي په ناولې
چې دا ولې، دا ولې،دا ولې؟
زموږ هره خبره نه خوڅېږي بې #ټوپکه
دا ځکه، دا ځکه، دا ځکه
په خدای او په رسول باندې ایمان لرو محکم
مونځونو په نفلونو یو د شپې ورځې اړم
رکعات به رانه پاتې پکې نشي په قَسم
په حج او په روژه یو د یو بله مقدم
#خو بیا هم د غم شپې مو په ښادۍ نشوې بدلې
چې دا ولې، دا ولې، دا ولې؟
د ژوند په هر ډګر کې ورور د وروره کوي #کرکه
دا ځکه، دا ځکه، دا ځکه

عبدالرحیم روغاني

Abdul Rahim Rughani Nazam – Da Wali– download pdf

دا هم ولولئ: Pashto Muhabbat poetry Gazal in Text 

2 thoughts on “Abdul Rahim Rughani Nazam – Da Wali?”

Leave a Comment