-
لقمان صافی پښتو نظم پی ډی ایف
- Turab Shairy – Mati Ullah Best Shayari
واکداران مو ضميرى طور ناباليغ دي
مشران مو ايمانى طور ناباليغ دى،،
په دنيا ئى اخرٙت ځان له خراب کړو
دوئي په عقل يقني طور ناباليغ دى
په نومونو او پګړيو پٙسى یی مه ځه
ديوئ زاړه شول خو زهنى طور ناباليغ دي
وراثت د پيغمبر يي سمبال نه کړو
عاليمان مو له علمى طور ناباليغ دى
ورورولى مينه او زغم مو ايزده نه کړو
پښتنه له سماجى طور ناباليغ دي
عمر تير شو دوست دشمن يى معلوم نه کړو
دا وٙګړئ شعورى طور ناباليغ دى
اکوبکو ته ادب وايى لقمانه
.شاعران مو اخلاقى طور ناباليغ دى