خاطر افریدی چې اصلي نوم یې مصري خان وو، د خیبر سدوخېلو یو دردمند او ښکلي احساس لرونکی شاعر وو. هغه په کال ۱۹۲۹ کې د اکبر خان په کور کې وزېږېد او د اوږدې ناروغۍ (دق) سره د مبارزې وروسته، د ۱۹۶۸ کال د اګست ۲۴مه نېټه وفات شو.
د خاطر ژوند د فقر، خواري، او ادبي عشق یوه ځانګړې کیسه ده. هغه به د لواړګي په بازار کې د شاه باصر په قهوهخانه کې کار کولو، چیرې چې به حمزه بابا او نور مشران شاعرانو راټولېدل. له دغې ادبي فضا نه خاطر الهام واخیست، او ډېر ژر د پښتو غزل نوموتی شاعر شو.
خاطر افریدی – د پښتو غزل یو ستر شاعر، ژوند، کلام، او اشعار
✍️ د خاطر افریدی ادبي سفر
خاطر افریدی په لومړیو کې لیک لوست نه پوهېده، خو د استاد لعل زاده ناطر شینواري له لورې یې دا مهارتونه زده کړل. شاعري یې فطري وه، خو د ناظر له اصلاح سره یې کلام ته ادبي رنګ ورکړ.
هغه او غزل لکه یو تنفسي سیستم وو، او د پښتو غزل د نوي شعور یو بیدار شاعر شو. د ده کلام د پښتو د نوې دورې یو ارزښتناک خزانه ده.
📜 د ارواښاد خاطر افرېدي د کلامونو نه دا یو سو اشعار
غزل ۱: زه به مړ یم
ته به ګرځې داسې ښکلی زه به مړ يم
چې مې اوس وای لږ ليدلی زه به مړ يمجنازه چې مې د کوره ګور ته واخلي
ته به نه يې راوتلی زه به مړ يمخړې خاورې به په م باندې انبار شي
هر سړی به درومي غلی زه به مړ يمزه به هېر شمه قرارې مرګي ورک شه
سره خاندي به ټول کلی زه به مړ يمبې له مانه ما څوک نه درځنې غواړي
ما خپل ځان درته بخښلی زه به مړ يمچې په ډېرو شپو مې هېر نکړې جانانه
دا ستا یاد مې ډېر ساتلی زه به مړ يمزه د یار د دره بې له خپله ياره
بل چا نه يم راشړلی زه به مړ يمپه دا تور سترګو کله کله ګوره
جوړ په ما د خاورو څلی زه به مړ يمچې په زبر مې تېرېږې خدای لپاره
لږ شه ما ته پښه نيولی زه به مړ يمبيا لږ راشه په خندا شه چې ښايسته شي
چې مزار مې شي مښلی زه به مړ يمکه نور هيڅ نه وي چې ما لره رادرومې
خړ خيبر خو دې ليدلی زه به مړ يمد کاکل په خطا بند د مخ کتاب کړه
ما “خاطر” په تا سپارلی زه به مړ يم
غزل ۲: بیا دي صحي نه کړم
بیا دي صحي نه کړم په هغو سترګو
يو ځلې هم هغسې په مړو سترګوخير دی که زما سترګې دې بدي شي
ته خو راته ګوره په دا ښو سترګوزه دې کړم اشنا د شوګیرو سره
وړي مې خوبونه ستا اودو سترګوزه يم چې د زړه په سترګو تا وينم
چا رڼا ليــــــدلې په ړنــــــــدو سترګوڅومره ترېنه وږي دي حيران يمه
سترګې د خاطر ستا د مړو سترګو
غزل ۳: شومه یاره
شومه ياره بيا دا ستا غوندې په نه زړه
چې په خــــــوله کوي يوه او په زړه بــلهد هغه سره به مينه کړې په څه زړه
سوي رنـــــګ تــــه مې لږ اوګــوره دلبره
ما نيــــولی ســـــتا د حُســـن په لمــبه زړهبيا يې خوب واړه ټوپونه او هيبت شي
د هجــــــران چغې چې وشي په اوده زړهيو غم نه دی چې يې وکړې ای خاطره
ډېر غمـــــونه دي کوه يې په ساړه زړه
غزل ۴: ستا په سترګو کې به څه پاتې
ستـــــــــــا په سترګو کې به څه پاتې
رقيبـــــــــه يار کې مې په خوله پاتې شييو ځلې نېـــــــــغ پــــــــدې لار تېر شه اشنا
چــــــې دې کـــــــــــاږه واږه کاته پاتې شيپردی مـــــــــزدور ســهر وختي پاڅيــــــږي
د شــــــوګيـــرو ميـــــــــــــن اوده پاتې شيافسوس چې ستا په خيال به څه ښکارمه
دغــــه ارمــــــــان به مې په زړه پاتې شيوستــــايه تل د يـــــــــــــــــار ترخه خاطره
چې په کتاب کې دې خــــــــواږه پاتې شي
📝 پایله
خاطر افریدی د پښتو ژبې د غزل یو داسې استازی وو، چې کلام یې نن هم د پښتو ادب د زړونو تود ساتونکی دی. د ده اشعار د درد، احساس، عشق، او هجرت ژبه ده. دا بلاګ د هغه د ژوند، فکر، او کلام لنډه، خو ژوره هنداره ده.