څه اړتيا وه دروغجنو بهانو ته؟
سړی سپين ووايي، زړه مې شوی تلو ته
له تا پس مې شو په مينه باور ختم
او ما خپل خوبونه وښودل اوبو ته
څه د دوو روپيو خلک وو قسم دی
څه عبث مو پورته کړي وو اوږو ته
مونږ به ژوند کړو، غوږ پرې نه ګروو ياره
زمانه وزګاره شوې ده کيسو ته
له خپه یار غاړه تاو کړي، ور پخلا شي
کله کله سړی نه ګوري پښتو ته
مونږ د زړونو حق ادا نه کړ صميمه!
غورځولي مو د هر بدبخته پښو ته