Pashto Funny Poetry – Karona Related

څه خلق وايى نظرانه اٌباسئ
او يا د سرونو صدقّه اٌباسئ

وايى ډاکټر علاج يى نشته دې له
د خپلو خونو نه سر مه اٌباسئ

وايى حکيم داسى ترياق لرمه
د دى وبا نه پى لمبه اٌباسئ

وايى کوډګر زما تاويز وخلۍ
د دي کرونا پى جنازه اٌباسئ

فسبوکيان وايى خه ډير پياز اٌخرۍ
د دى وائرس نه پى چمړه اٌباسئ

مالداران وايى چى راشن به درکړم
خو يو يو عکس به مه سره اٌباسئ

خلق په تمه دى حکومت ته ګورى
وايى عمران ماله چنده اٌباسئ

وايى لقمان مسلمانانو ورونو
له وخت لرو خداى ته توبه اٌباسئ

لاندې شعرونه هم ولولئ

Hamza Baba 2 Line Poetry

100 Pashto Poetry Text

26 Best Da Kali Mazigar Poetry​ Tappy

Khatir Afridi Love Ghaza

Pashto Ghazal Pashto Poetry About Life

Leave a Comment