واخلمه تا اوکه دنیا واخلم
په خندا څه رنګه ژړا واخلم
لږې دې پورته کړه د مخ نه مخ نه زلفي
لګه سودا چې په رڼا واخلم
ته چې په سترګو کښې مسکۍ شوې ګلې
زۀ دې د دې ميني بلا واخلم
تاته چې ګورم په دوو زړونو کښې شم
يو قدم مخكښې بل په شا واخلم
مرگ او بېلتون را ته جوړه راغلی
خاطره دا واخلم که دا واخـلم
Khatir Afridi Ghazal
زړه مې کوی هر وخت دردونه اشنا
لږ خو مې واوره فريادونه اشنا
تر څو به ژاړم ستا په مینه کي زه
ګوره دا اوښکو م سيندونه اشنا
اوس دې له غمه خلاصيدلیی نشم
ما وې پۀ عشق کې وي خوندونه اشنا
نن په جبین کې دې خالونه څو دي
دي په چشمانو مې ګردونه اشنا
کۀ ستا پۀخيال کې دي اجل ته قريب
د خاطر شته له ارمانونه اشنا
Khatir Afridi Ghazal
ستا د منزل پۀ مزلونو کې يم
د رسېدو پۀ امیدونو کې يم
نۀ مې دنيا نۀ مې عقبا لګيږي
دغي سودا او د فکرونو ک يم
دا ستا رخسار به مې هېر نشي اشنا
کۀ دبهار پۀ سرو ګلونو کې یم
زما په زړه کې خو هم ته يې اشنا
دا زه خاطر که دا چا زړونو کې يم
Hi there! This post could not be written any better! Reading through this post reminds me of my old room mate! He always kept chatting about this. I will forward this write-up to him. Pretty sure he will have a good read. Thanks for sharing!