پشتو شاعری غمگین شعرونه
پشتو شاعري د پښتنو د احساساتو او جذباتو یوه ښکلیه ترجماني ده. غمګین شعرونه په دې ژبه کې ځانګړی ځای لري، ځکه چې دا د پښتنو د دردونو، جدایۍ، او زړه ماتېدو څرګندونه کوي. دغه شعرونه د هغه احساساتو انځورګر دي چې کله ناکله په ژوند کې هر څوک ورسره مخ کېږي. د غم د ژورې مانا او د زړه خواله په ساده خو اغېزمنو الفاظو کې بیانېږي، چې اورېدونکي او لوستونکي ژور تأثیر کوي. د پښتو غمګین شاعري نه یوازې د ژور درد احساسوي، بلکې د زړه د سکون لپاره د امید یوه سرچینه هم وي.
پشتو اشعار
چى دستور قتلوغارت شو ضميرونه قاتلان شول
زړه مو نه سوازی په يو بل زمونږ زړونه قاتلان شول
زه په شان لکه يوسف به چرته تور کوهى کښى پرو يم
زه به ځان ژغورم له چا نه چى مى ورونه قاتلان شول
ورور په ورور يو بدګومانه مونږ يو بل ته کندي کٙنو
د جنګونو تسلسل کښي مو زهنونه قاتلان شول
چى فتواه ز مونږ دمرک يى ترى په جار باندى جارى کړه
د خطيب کردار مشکوک شو مِمبرونه قاتلان شول
د برداشت قوّت مى کم شو او د زړه زور مى تمام دې
خه پوهيږم چى مى وژنى ستا غمونه قاتلان شول
د دى دوور ابنِ ادم د اجسامو پرستار دې
خيال ساته بينتِ هوا محبتونه قاتلان شول
ته که مينه کښى مٌخلص وى لقمان هم درغله نه وو
مونږه دواړو ته دا خپل خپل نصيبونه قاتلان شول
که پاتې شوم جانانه نو رنګين غزل به ليکم
بېخي به ستا په شان وي ګلورين غزل به ليکم
يو ته يې چې د سترګو په کوکو کې مې اوسيږي
خپل فن به پرې تمام کړم ماه جبين غزل به ليکم
دا ستا د خولې نه وتی يو يو ټکی راته ياد دی
دا ټکی به راغونډ کړم شيرين غزل به ليکم
دا ستا د فن خوشبو به مې شعرونو نه راخيږي
زه هم به لافاني شم عنبرين غزل به ليکم
زه هم چې ستا تخليق يمه په مينه باندې مرم
زه ستا په دې خوا خوږو يو سنگين غزل به ليکم
کم ظرفه ورته او پسيخيږي اوسوزي ایره شي
د زړه وينې به ورکړم ښه حسين غزل به ليکم
د ژوند بلا ترخه مې پټ پکلي دي ای نسرين
د ژوند په دې ترخو باندې غمګين غزل به ليکم
پشتو شعرونه
ما ته د جنت قصیی
ځان ته د دنیا حِساب
دا دی عجیبه انصاف
دا دی عجیبه کتاب
زه په مستی سور کافر
ته په هوس سپین ملا
ماته په فتوی عذاب
تاتہ پہ دھوکہ ثواب
ا ے د عدالت ربہ
مونږه انسانانو ته
دا لوبه خوورانه که
نوے لار ودانہ کہ
نور که څه کوی که نه
خلاص مود ملا نه که
ستــا د مـيـنې لـه وحـشــته را تـېـرېــږم
زه لــه داســې يـــو حـالـتــه راتـېـرېــږم
پـه دې ښــار بــاندې د عطرو باران شوی
کــــه د حـورو لــه مــالـتـه را تــېــرېــږم
هره ورځ يو حادثې نــه ژونـــدى وځــم
هــره ورځ لــه يــو قـيـامـتــه راتېــرېږم
زما ستوني کې خندا سلګۍ سلګۍ شي
ژونــده دا لــه کــوم کـيـفـيـتـه راتېرېږم
مــلامـتـه هـــم هــغــه ده بــهســودوالـه
زه يــې مـخـکې خـجـالـتــه راتــېــرېـږم