کَۀ څه هم خوشال بابا او رحمان بابا د څه پېژندنې محتاج نه دي، خو د لاندې مضمون په مناسبت د دواړو لنډه پېژندنه وړاندې کوو
خوشال خان خټک (1613–1689)، چې د خوشال بابا په نوم هم یادېږي، یو پښتون شاعر، قبیلوي مشر او جنګيالی و. هغه په پیل کې د مغلي امپراتورۍ خدمت کاوه، خو د اورنګزیب په واکمنۍ کې یې اړیکې خرابې شوې. خوشال د پښتنو اتحاد لپاره مبارزه وکړه او د شاعري او جګړې له لارې یې د مغلو پر ضد مقاومت وکړ. هغه د “پښتو ادب پلار” په توګه پیژندل کېږي او د پښتنو په تاریخ کې یې نوم پاتې دی.
رحمان بابا (1632–1706) یو ستر صوفي شاعر او د پښتو ژبې نامتو شخصیت و، چې په پېښور کې د مغلي امپراتورۍ پر مهال زېږېدلی و. هغه د خپل معنوي اخلاص او شاعري د هنر لپاره پېژندل کېږي. د هغه دیوان د تصوف او نړیوالې مینې موضوعات منعکس کوي، چې تر ننه د خلکو لپاره الهام بښونکی دی.
د رحمان بابا په دیوان کې د خوشال خان خټک بار بار ذکر شوی دی، او خوشال بابا یی په خپلو شعرونو کې په څو څو ځل یاد کړی دی,او خپلو شعرونو له یې د خوشال بابا په شعرونو برتري ورکړې ده. یعنی ځان یې د پښتو ژبې عالمګیر شاعر، یعنې لوی شاعر ګڼلی دی
هغه شعرونه څه په دې ډول دي
یو خوشال او یو کم سل خټک که نور صفایت کښې
ځار شه د رحمان سړبنی د یوه فردہ
چی شعر د رحمان مهمند په غوږ شی
غوږ به نه باسی په شعر د خوشال څوک
خوشاله او دولته می غلامان دی
زه رحمان په پښتو ژبه عالمګیر یم
خوشاله یعنی خوشال بابا او دولته یعنی دولت خان څوک چی د هغی وخت يو بل شاعر و
خو بل طرف ته د خوشال خان خټک په شعرونو کې د رحمان بابا بالکل هېڅ ذکر نشته
چې خلک د دې لپاره ډېرې وجې وړاندې کوي
اوله وجه: کېدی شي خوشال خان خټک د رحمان بابا درناوی کړی وي، یا خوشال بابا منلې وي چې رحمان بابا د هغه لوی شاعر دی۔
دوهمه وجه: کېدی شي چې خوشال خان خټک د رحمان بابا نه مخکې تېرد شوی وي۔
دریمه وجه: خوشال خان خټک یو ډېر مصروف شخص و، او د خپلو جنګونو او شخړو په مسایلو کې دومره بوخت و چې وخت یې نه درلود چې د رحمان بابا له یی ځواب ورکړي وي
خو دویمه وجه ما ته ډیره معقوله او مناسب ښکاري، لکه څنګه چې په بره د پیژندنی په پراګرافونو کښې تاسی ولوستل چې خوشال خان بابا د رحمان بابا نه پوره 19 کاله مشر و او بیا ترې 18 کاله مخکې د دنیا نه تللی و۔
نو د دې خبرې قوي امکان دی چې د رحمان بابا شاعري د هغه په آخري عمر کې شهرت موندلی وي، په کوم وخت کې چې خوشال بابا په دنیا کې نه و. نو په دې وجه ورته خوشال بابا جواب نه دی ورکړی شوی۔
ګني خوشال بابا چې څومره د جذباتي او جاریحانه مزاج انسان و، نو دا کېدی نه شي چې هغه ورته د شعرونو جواب په شعرونو کې، یو په دوه، نه وای ورکړی۔
خو البته د خوشال خان خټک زوی، اشرف خان هجري، څوک چې په شاعري او بهادری کې د خوشال خان جانشین و، د هغه په شعرونو کې د رحمان بابا ذکر شته۔
خو د توقع برعکس، هغه په خپلو شعرونو کې د رحمان بابا د شاعري صفت کړي دي۔
اشرف خان هجري د رحمان بابا په اړه وايي
خوږ ژبان یی په زمان شکري نولي
هغه باب چې موستغنی په پېښور دی
د رحمان په وئل ځای د لقب نشته
چې ما شعر منظور کړي، معتبر دی