ما د پښتونخوه پښتونخوه سنګر له بوزه
ما دا خپل تاریخ د کتاب هغه سر له بوزه
ما د پښتونخوه پښتونخوه سنګر له بوزه
ما د مغل خیلو امیرانو در له مه بوزه
ما د پښتنو د قاتیلانو درله مه بوزه
ما استمعار د دلالانو درله مه بوزه
نه زم نه زم ما د قصابانو در له مه بوزه
ما د خپل نجیب په وینو سور بښتر له بوزه
ما د پښتونخوه پښتونخوه سنګر له بوزه
ما ته د سر تیرو افغانانو کوڅی وښایه
ما ته د شیرشاه د سر خیلانو کوڅی وښایه
ما ته د روښان د روښانیانو کوڅی وښایه
ما ته د وطن د اتلانو کوڅی وښایه
ما لویی میرویس او احمدشاه ډبر له بوزه
ما د پښتونخوه پښتونخوه سنګر له بوزه
ما د خان شهید د میړانو لښکر له بوزه
ما د ګلیستان د سرو سپرلو سحر له بوزه
ما یو قام پرسته سرپرسته سر له بوزه
یا می قافیلو سره دلر نه بر ته بوزه
ما د پښتنو د ازادۍ حشر له بوزه
ما د پښتونخوه پښتونخوه سنګر له بوزه