Mor Ao Plar Pa Shan ke Pakhto Shairi
دوا لعلونه ملغلری مور او پلار دی
قدرمن په هغه چا دی چی اوښیار دی
مړا مه ګرزه اسمان ته پسی مه زه
جنّتونه د دی دواړو په پيزار
ستا وجود له یی وجود نه وجود درکړو
او بلها شې احسانونه یی په تا بار دی
که غریب یی حج عمره کوَلی نشی
د دیو مخ ته کتل حج عمره کښی شمار دی
زندګی به یی د غمونه نه برجګ وی
چی وخلی څوک د مور او پلار ازار دی
د ابّا او د ابۍ مینه ریښتیا وی
نوری مینی دمطلب په انتظار وی
ستا ځوانۍ کښی چی شوخی په نظر ښکاری
د رنګونه دی د مور دی یا د پلار دی